د سوريې په شخړه كښې هېڅ كردار نه لرو

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې سوريې ته درېم هېواد پوځ لېږي نو د ھغې زمونږ خارجه پاليسۍ سره هېڅ تعلق نشته٬ د سوريې پحقله بېلا بېل هېوادونه په ډلو كښې تقسيم دي٬ پاكستان په نړيوالو فورمونو د سوريې پشمول ګرده نړۍ كښې د كډوالو د حقونو تحفظ لپاره غږ پورته كړے دے۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د ډاكټر شازیه ثوبیه د پوښتنې په ځواب كښې خواجه آصف ووئيل سوريې ته كه درېم هېواد پوځ لېږي نو د ھغې زمونږ خارجه پاليسۍ سره هېڅ تعلق نشته٬ د سوريې پحقله بېلا بېل هېوادونه په ډلو كښې تقسيم دي٬ ايران او عرب هېوادونه جلا جلا ډلې دي او دغسې تركيه هم خپل يو ګروپ لري او د خپلو مفاداتو تحفظ كوي۔ ده ووئيل پاكستان په دې لړ كښې نيوټرل هېواد دے او مونږ د سوريې د اولس د هيلو له مخې د مسئلې هوارې غواړو۔ د عائشه سید په پوښتنه ده ووئيل كه د كډوالو مرستې له پاكستانۍ اېن جي اوز ځي نو دا خو د خوشحالۍ خبره ده۔ د پروین مسعود بھټي د پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل د وزيراعظم د كابل په اوسنۍ دوره كښې د افغان كډوالو په درې څلور كالو كښې په عزت سره سنېدو لپاره سلا شوې۔ ده ووئيل اوس مهال خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د كډوالو 54 كېمپونه دي چې پكښې د ځيني كېمپونه د ترهګرو د ټرانزټ په توګه د كارولو اندېښنه وي ھغه ترهګر كه په پاكستان كښې وي يا په افغانستان كښې وي