د سعودی ولی عهد شہزادہ محمد بن سلمان فرانسسکو كښې د ایپل صدر دفتر دورہ

سان فرانسسکو 08 اپریل (اے پی پی) د سعودی عرب ولی عهد او د دفاع وزير شهزادہ محمد بن سلمان فرانسسکو كښې د الیکټرانك کمپنۍ ’’ایپل ‘‘صدر دفتر دورہ وكړه۔ د کمپنۍ چیف ایګزیټو او اعلی چارواكو د هغه هركلے وكړو او ولی عهد له ئې د ایپل نوې مصنوعاتو نه علاوه جدید ترین ټیکنالوجی په اړه بشپړه معلومات وركړل۔ دې نه پس ولی عهد د پلاوي سره د ایپل عهدیدارو سره خبرې اترې وكړي چې پكښې د سرمایه کارۍ نه علاوہ هېواد كښې د بيلو کاروباری موقعو جاج واخستلې شو۔ په دې مهال تعلیمی نظام كښې د جدید ټیکنالوجی شمولیت نه علاوه ای بك په اړه هم خبرې اترې وشوي۔ د سعودی سفیر شهزادہ خالد بن سلمان او د پلاوي غړي هم د ولی عهد سره ؤ۔