د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال په اسلام آباد٬ بره پنجاب٬ خبېر پښتونخوا٬ فاټا٬ ګلګت بلتستان او كشمير كښې د نور باران امكان دے۔ د موسمياتو محكمه

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال په اسلام آباد٬ بره پنجاب٬ خبېر پښتونخوا٬ فاټا٬ ګلګت بلتستان او كشمير كښې د نور باران امكان دے۔ د موسمياتو محكمې راپور له مخې د جمعې په سهار په اسلام آباد او پېنډې كښې د پرله پسې باران نه پس موسم ښه شوے۔ د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې ﴿نن﴾ د خالي په ورځ د هېواد په زياتره سيمو كښې د خشك موسم امكان دے۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال د خېبر پښتونخوا او فاټا پشمول په پېنډې٬ كوئټه٬ قلات ډويژن٬ اسلام آباد٬ ګلګت بلتستان او كشمير كښې په ځينې سيمو باران شوے۔