د بين الصوبائي رابطه ډويژن پرمختيائي چارو لپاره يو ارب 12 كروړه روپې فنډ جاړي كړے شو

اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د بين الصوبائي رابطه ډويژن پرمختيائي چارو لپاره يو ارب 12 كروړه روپې فنډ جاړي كړے۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره درې اربه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت قومي لوبو لپاره 16 كروړه 20 لكه روپې٬ په ناررواال كښې سپورټس كمپلېكس جوړولو لپاره 24 كروړه 77 لكه روپې او د سپورټس انفراسټركچر بهترې لپاره 62 كروړه 72 لكه روپې فنډ جاري كړے۔