چين او كېمرون شريكې ودې ته سلا شوي

بيجنګ 25 مارچ (اے پی پی)د چين اولس مشر شي جن پنګ د بيجنګ په عظيم هال كښې د كېمرون خپل هم څنګ پال بيا سره خبرې اترې وكړې۔د چين ذريعو له مخې دواړه مشران دې خبرې ته سلا شوي چې د چين او كېمرون ترمينځھ په ژوره ملګرتيا او مرسته اډانه اړيكو ته وده وركولو له به بشپړه هڅې كولې شي۔شي جن پنګ ووئيل چې كېمرون په افريقا كښې د چين روايتي ملګرې او مهم همكار دے۔ د چين او كيمرون ترمينځه سفارتي اړيكې جوړېدو سره په تېرو 47 كلونو كښې دواړو هېوادونو د شريك احترام او مساوات په بنياد په مهمو مسئلو د يو بل ملاتړ كړې۔ اولس مشر ووئيل چې چين د كېمرون پرمختګ لپاره د ټاكلې لارې ملاتړ كوي۔ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي بدلون كښې زياتوالې پكار دې او كيمرون كښې د سرمايه كارۍ لپاره د چين صنعت كارو به ډاډګيرنه كولې شي۔ اولس مشر شي جن پنګ بېلټ اينډ روډ كښې د كېمرون د ګډون هركلې وكړو۔ د كېمرون اولس مشر د كېمرون حكومت او اولس لخوا شي جن پنګ ته بيا د چين اولس مشر په ټاكل كېدو مباركي وركړه۔د ملاقات نه وروستو دواړو اولس مشرانو د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې په اړه په لوظ نامو د لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو