په ټوله نړۍ كښې د اوبو 97 فيصد برخه د كارولو وړ نه ده۔

اسلام آباد ۔ 18 مارچ (اے پی پی) په ټوله نړۍ كښې د اوبو پنګو 97 فيصد برخه د كارولو وړ نه ده ولې چې په دې كښې انساني صحت ته د ضرر رسونكو نمكياتو مقدار زيات دے۔ د نړيوالو ادارو شمېرو ترمخه په ټوله نړۍ كښې 2 اربه كسان د آلوده اوبو په كارولو مجبور دي او 783 ملین كسان اوبه نه لري۔ دغسې په نړۍ كښې هر دوه قيقيې وروسته يو ماشوم د اوبو دلاسه د رامخې ته شويو رنځونو په سوب مري۔ د راپور ترمخه په تېرو 40 كلونو كښې د نړۍ مجموعي آبادۍ كښې يو په دوه او د اوبو كارولو كښې يو په څلور زياتوالې شوې۔ په نړيواله كچه 80 فيصد اوبه دوباره كارولو څخه غېر سمندر ته غورځولې شي۔ د اوبو مسئلو په نړيوال تناظر كښې د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې هر كال د مارچ په 22 نېټه د اوبو نړيواله ورځ لمانځلې شي۔ دغسې چې اولس كښې په تندۍ سره كمېدونكو آبي وسائلو كښې د زياتوالي ٬ د آلوده اوبو يو وارې بيا د كارولو وړ جوړولو او د پاكو اوبو رسنې وغېره په اړه شعور بېدار كړې شي۔