په تركمانستان كښې ټول ټاكنو لپاره پولنګ

اشك آباد25 مارچ (اے پی پی)تركمانستان كښې په ټول ټاكنو كښې اولس د اتوار پھ ورځ د خپلې رائے حق وكارولو۔ پھ دې ټاكنو كښې درې ګوندونه او څو آزاد كانديدان شريك وو۔په ټاكنو كښې د 25 چوكو لپاره 284 كانديدانو ترمينځه مقابله وه۔ خو د پوهانو له مخې ټول كانديدان د هېواد اولس مشر قرباګلے برديمو خاميدوف نزدې ملګري دي۔په دې ټاكنو كښې د اولس مشر يو زوي هم شريك دې كوم چې پوهانو د 60 كلن برديمو خاميدوف جانشين هم ګرځولې دې