په افغانستان كښې پارلمانې ټاكنې د روال كال د اكتوبر په مياشت كښې متوقع دي

كابل 31 مارچ (اے پي پي) په افغانستان كښې پارلمانې ټاكنې د روال كال د اكتوبر په مياشت كښې متوقع دي۔ د المانې مېډيا له مخې افغان چارواكو وئيلي دي چې هېواد كښې د اكتوبر په مياشت كښې د پارلماني ټاكنو كولو پلان تيارول كېږي۔ په افغانستان كښې پارلمانې او سيمه ايزې ټاكنې د تېرو دريو كلونو راهيسې ځنډ سره مخ دي۔ د ټاكنو كميسون له مخې په اكتوبر كښې ټاكنې كولو لپاره هم د زيات كار كولو ضرورت دے۔ په افغانستان كښې به د اولس مشرۍ ټاكنې په كال 2019م كښې كېږي۔