پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔ مونږ به چاته د خپلې خاورې په بل بريد له د كارولو اجازه ورنكړو۔ افغانستان كښې د نورو ناكامو له پاكستان د قربانۍ ګډ جوړول كېدې نه شي۔ امریکه كښې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری د امريكائي خبريالانو 8 كسيزه پلاوي سره خبرې

اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) امریکا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔ مونږ به چاته د خپلې خاورې په بل بريد له د كارولو اجازه ورنكړو۔ افغانستان كښې د نورو ناكامو له پاكستان د قربانۍ ګډ جوړول كېدې نه شي۔ تېره ورځ د امريكائي خبريالانو 8 كسيزه پلاوي سره خبرو كښې اعزاز چوهدري ووئيل پاکستان كښې د پاكستاني ځواكونو لخوا د ترهګرۍ په ضد د كامياب جنګ په نتيجه كښې د هېواد اقتصادي او امنيتي صورتحال كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ او سازشونو په ضد دے۔ ده خبريالانو ته ووئيل چې د پوځي عملياتو د لارې د ترهګرۍ ځپلې سيمې شدت خوښو او ترهګرو څخه پاكې كړې شوي دي او اوس په دغه سيمو كښې پرمختيائي كارونه روان دي۔ ده ووئيل د پاكستان پياوړې تشخص رامخې ته شوې او د امريكا په شمول بېل نړيوال شراكت دار په سي پېك كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل د افغانستان د عدم استحكام په پاكستان بد اغېز پرېوتلې او د افغان ستونزې حل د ځائي شراكت دارو په لاس كښې دے۔ ده ددې خبرې هم پخلې وكړو چې پاكستان به د افغان معاملې حل له نورو هېوادونو سره په ګډه كار كوي او افغانستان كښې امن د سوئيلي آسيا امن له ضروري دے۔ د اسلام آباد او واشنګټن ترمينځھ د اړيكو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان سره مرسته د امريكا او پاكستان دواړو په ګټه ده۔