هند او پاكستان دې خپل اختلافات د خبرو د لارې حل كړي

ملګري ملتونه 20 مارچ (اے پی پی) ملګرو ملتونو يو وارې بيا په هند او پاكستان زور راوړې چې هغوي دې خپل منځه اختلافات د خبرو اترو دلارې حل كړي۔ د نړيوالې ادارې عمومي سېكتر وياند سټېفن دو جارچ د پرېس بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل ملګري ملتونه د پاكستان او هند ترمينځھ په زياتېدونكي تاؤ تريخوالي نظر ساتي او مونږ د پخوانو ستونزو هوارولو له د دواړو اړخونو ترمينځه د مذاكراتو ډاډګيرنه كوؤ۔ د دې پوښتنې په ځواب كښې چې آيا د نړيوالې ادارې مشر ددواړو هېوادونو وزويراعظمانو سره په دې اړه كومه خبره كړې ٬ وياند د كومې تبصرې كولو څخه ډډه وكړه۔