نوبل جائزه ګټونكې ملاله يوسفزئي پنځه كاله پس خپل كلي ته ورسېده

پېښور 31 مارچ (اے پي پي) نوبل جائزه ګټونكې ملاله يوسفزئي پنځه كاله پس خپل كلي سوات ته ورسېده۔ په دې موقع د امنيت سخت انتظامات شوي وو۔ هغه د يوې ورځنې دورې په مهال په سركټ هاؤس كښې پاتې كېږي٬ په ملاله پنځه كاله وړاندې بريد شوے و او د دې بريد نه پس هغه په وړومبي ځل پاكستان ته راغلې۔ د ذريعو له مخې هغه به په مكان باغ مېنګوره كښې خپل سكول ته ځي او په شانګله كښې به د جينكو د سكول پرانسته هم كوي۔