كابل كښې مزار ته نزدې بمي چاودنه٬ 26 تنه مړه

كابل 21 مارچ (اے پی پی)د افغانستان پايه تخت كابل كښې يو مزار سره نزدې په شوي ځانمرګي بمي چاودنه كښې 26 كسان مړه او نزدې 18 ژوبل شوي۔ د برتانيې خپرونې ادارې له مخې د شورو په ورځ دا ځانمرګي بريد د كابل سخي مزار سره نزدې هغه مهال ترسره شو كله چې مزار كښې جشن نوروز لمانځلې كېدو۔ دكورنيو چارو وزارت دوهم وياند نصرت رحيمي وئېلي چې دا بريد د ځايې وخت لمخې ماسپښين په 12 ساعت او 40 دقيقې شوې۔ ده ووئيل چې يو ځانمرګې بريد كونكې پېدل راغلو او هغه په مزار كښې دننه موجود كسان په نښه كول غوښتل۔ وياند ووئيل چې خپل هدف ته رسېدو څخه وړاندې امنيتي ځواكونو ځانمرګي بريد كونكي ودرولو ولې هغه علي آباد رغتون سره نزدې ځان چاودنې سره والوزولو۔ تر دې دمه كومې ډلې د زيارت بريد مسووليت منلې نه دے