سعودي عرب كښې د شپږو كلونو پھ مهال د 28 زرو كسانو د زړونو آپرېشن شوې

مدينه منوره21 مارچ (اے پی پی) د سعودي عرب د زړونو رنځونو ادارې لخوا جاري شوي راپور كښې وئېلي شوي دي چې د تېرو شپږو كلونو په مهال د 28 زره كسانو د زړه آپرېشن شوي چې پكښې عمره كونكي هم شامل دي۔د سعودي عرب ابلاغ ذريعو له مخې په مدينه منوره كښې د قلب امراض ادارې لخوا جاري شوي شمېرو په اړه وئېلي دي چې د تېرو 6 كلونو په مهال 1 لكه 14 زره كسانو ادارې ته رجوع كړی چې پكښې 1846 حاجيان او زائرين وو۔د 1151 كسانو د زړه آپرېشن شوې او 612 كوچنيانو ته دا آسانۍ هم وركړې شوي۔ دې سره سره د 28179 لويو او د 738 كوچنيانو انجيوپلاسټي شوې