د چين خارجه وزير به د اپرېل په 15مه نېټه د جاپان دوره كوي

ټوكيو 31 مارچ (اے پي پي) د چين خارجه وزير به د اپرېل په 15مه نېټه د جاپان دوره كوي۔ د جاپانې مېډيا له مخې د چين خارجه وزير وانګ به د دې دوه ورځنې دورې په مهال د جاپان خارجه وزير او وزيراعظم سره ملاقاتونه كوي۔ د ملاقات په مهال د چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ لخوا په مئي كښې د چين په دوره هم خبرې كېدے شي۔