د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف د چين اولس مشر شي جن پنګ ته دوهمې مودې له په صدر ټاكل كېدو مباركي وركړه

لاهور ۔18 مارچ(اے پی پی ) د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف د چين اولس مشر شي جن پنګ ته دوهمې مودې له په صدر ټاكل كېدو مباركي وركړې۔ اعلی وزير د چين اولس مشر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل د شي جن پنګ دوهمې مودې له د اولس مشر په حېث په ټاكل كېدو د ده په ستره مشرتابه د باور څرګندونه ده۔ دده د ويژن به سوب چين په لږه موده كښې د نړۍ يو مضبوط معيشت جوړ شوے۔ اعلی وزير ووئيل چين سره زمونږ ملګرتيا لا مضبوطه شوې او ددواړو هېوادونو ترمينځھ د معاشي او اقتصادي مرستې نوې تاريخ جوړ شوے۔