د وزيراعظم د قامي تاريخ او د ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي به د نېشنل بك فاؤنډېشن تر سيوري لاندې په اېف 7 مركز اسلام آباد كښې په كتاب ښار كښې د دوو نوو آسانيو پرانسته(نن)كوي

اسلام آباد 09 مارچ(اے پي پي) د وزيراعظم د قامي تاريخ او د ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي به د نېشنل بك فاؤنډېشن تر سيوري لاندې په اېف 7 مركز اسلام آباد كښې په شهر كتاب كښې د دوو نويو آسانيو پرانسته(نن)د خالي په ورځ كوي۔د 30 سټالونو شهر كتاب په مارچ 2016 كښې جوړ كړې شوې كوم چې وګړو ډېر ستائېلې او په دې كښې ځايې وګړو او په خاص توګه زده كوونكو ته هر ډول كتابونه او درسي سامان په مناسبه بيعه ترلاسه كېږي۔په شهر كتاب كښې يوه كتاب كېفه هم جوړولې شي۔د دې نه علاوه ريډننګ روم هم جوړ كړی شوې۔په كراچۍ كښې هم شهر كتاب لپاره كار روان دے ۔