د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د اسرائيل پولې سره نزدې په ډزو كښې د 16 فلسطينيانو د وژل كېدو د پېښې د پلټو كولو غوښتنه وكړه

ملګري ملتونه 31 مارچ (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئټرس د اسرائيل پولې سره نزدې په ډزو كښې د 16 فلسطينيانو د وژل كېدو د پېښې د پلټو كولو غوښتنه كړې۔ د برتانيې مېډيا له مخې د دې نړيوالې ادارې مشر وياند فرحان حق په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د اسرائيل پولې سره نزدې په ډزو كښې د 16 فلسطينيانو د وژل كېدو د پېښې د پلټو كولو غوښتنه كړې۔ له بلې خوا د ملګر ملتونو د سلامتي كونسل غړو د يوې بېړنې غونډې په مهال د تشدد غندنه كړې۔ د فلسطين اولس مشر محمود عباسي كونسل ته وئيلي دي چې هغه دې د فلسطيني اولس حفاظت لپاره په اقداماتو كښې مرسته وكړي۔