د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترش رائیونډ كښې د تبليغي جماعت غونډې ته نزدې ترسره شوې ترهګر بريد وغندلو

اقوام متحدہ ۔ 16 مارچ (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترش د شورؤ په ورځ د لاهور رائیونډ سيمه كښې د تبليغي جماعت غونډې ته نزدې ترسره شوې ترهګر بريد غندلې۔ د ملګرو ملتتونو د وياند لخوا جاري شوي بيان ترمخه د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده د حق رسېدليو وګړو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شويو زر روغتيا له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پېښه كښې ككړ كسان دې نيولو سره زر تر زره انصاف سره مخامخ كړې شي۔ ده زياته كړه چې ملګري متلونه د ترهګرۍ خاتمې له د پاكستان د هڅو ملاتړ كوي۔