د سعودي ولي عهد سره د نړيوال مالياتي فنډ مشر وليدل

واشنګټن 25 مارچ (اے پی پی)د سعودي عرب ولي عهد او د دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان سره د نړيوال مالياتي فنډ مشر كرسټين لوګارډ ملاقات وكړو۔د سعودي عرب ذريعو له مخې وسټين ته د روانېدو څخه وړاندې په واشنګټن كښې په كېدونكي ملاقات كښې محمد بن سلمان او كرسټين لوګارډ د سعودي عرب وژن 2030 له مخې كېدونكي اقتصادي اصلاحات او په هېواد كښې په پرمختيائي كارونو خبرې اترې وكړې۔ په ملاقات كښې د تجارت او سرمايه كارۍ موقعې او هيومن ريورسز نه علاوه د ټېكنالوجي او تجربات پھ منتقلۍ هم خبرې وشوې۔په دې موقع په واشنګټن كښې د سعودي سفير شهزاده خالد بن سلمان او ولي عهد هم په پلاوي كښې شامل وو