د روسيې په شاپنګ سنټر كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 37 كسان مړه او د 41 ماشومانو پشمول 64 بې دركه شوي دي

ماسكو 26 مارچ (اے پي پي) د روسيې د سائبېريا په كيميرو ښار كښې په شاپنګ سنټر كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 37 كسان مړه او د 41 ماشومانو پشمول 64 بې دركه شوي دي۔ د روسيې مېډيا له مخې اور په ونټر چېري كملېكس نومي يو شاپنګ سنټر كښې لګېدلې و چرته چې په سېنيما هال كښې ډېر خلق موجود وو۔ په سوشل مېډيا وېډيو جاري شوې چې پكښې خلق د كړكيو نه د دانګلو په مهال ليدل كېږي۔ د اور لګېدنې سبب لا نه دې معلوم شوے