د ترهګرۍ په بريد د جاپان وزيراعظم فرانسيې اولس مشر سره غمرازي

ټوكيو25 مارچ (اے پی پی) د جاپان وزيراعظم شنزوآبے په سوئېلي فرانس كښې د شوي ترهه ګرۍ په بريد د فرانس اولس مشر ايمانوئل ماكرون ته د غمرازۍ پېغام لېږلې۔ د جاپان ذريعو له مخې ده په خپل پېغام كښې د وژل شويو او ژوبل شويو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې۔ده ووئيل چې فرانس كښې د ترهه ګرۍ بريد په بيا كېدو ما ته سخت خفګان شوې۔ ده ووئيل جاپان د دې بريد سخته غندنه كوي او په دې سخت وخت كښې د فرانس سره د يو والي څرګندونه كوي