ايران سره اړيكو كښې زياتوالې خوښوؤ

كابل 25 مارچ (اے پی پی)د افغانستان اولس مشر اشرف غني ايران سره د اړيكو په ودې زور راوړې۔ كابل كښې د ايران خارجه اړيكو اسټراټېژېكي كونسل مشرانو او د ده د پلاوي سره په خبرو كښې اولس مشر اشرف غني ووئيل چې د ايران پلاوي كابل دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو ودې لاره هواره شي۔ د ايران د اړيكو ستراتېژي كونسل مشر داكټر كمال خرازي په دې موقع افغان حكومت او اولس ته د رهبر انقلاب اسلامي او ايراني اولس لخوا د نوروز مباركي وړاندې كولو سره وئېلي دي چې د ايران او افغانستان اړيكې پخوانۍ دي او د دوي ترمينځه تهذيبي لساني رشتې هم مضبوطې دي۔ده ووئيل چې ايران په افغانستان كښې امن لپاره د افغان مشرتابه په نګرانۍ كښې د امن مذاكراتو هركلې كوي۔د ډاكټر كمال خرازي او اولس مشر اشرف غني ترمينځه په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اقتصادي مرسته٬په تجارتي لين دين كښې په زياتوالي او پھ خاص توګه د چاه بهار بندر ځاې پراخا پروژې په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔(