آذربائیجان كښې د نشيانو بحالۍ په يو سنټر كښې د اوور لګيدلو له امله 30 كسان مړه شول

باكو 2 مارچ (اے پی پی) آذربائیجان كښې د نشېانو بحالۍ په يو سنټر كښې د اوور لګيدلو له امله 30 كسان مړه شوې۔ د املان خبررسنې ادارې له مخې چارواكو ووئيل پايه تخت باكو كښې په دې سنټر كښې پېښه د جمعې په ورځ رامخې ته شوې ۔ فائر بریګیډ سمدستي كارروائی كولو سره په اوور قابو وموندلو خو په دې مهال 30 كسان مړه شوې ۔ د پېښې سوب معلومولو له تفتیشی عمل پيل كړې شوې