په پاپوا نيو ګني كښې د 7.5 شدت په زلزله كښې 30 كسان مړه او 300 ژوبل شوي دي

پورټ موريسبي 28 فروري (اے پي پي) په پاپوا نيو ګني كښې د 7.5 شدت په زلزله كښې 30 كسان مړه او 300 ژوبل شوي دي۔ د امريكې جيالوجيكل سروے له مخې په پاپوا نيو ګني كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي۔ په رېكټر سېكېل د زلزلې شدت 7.5 ريكارډ كړے شوے۔ د چارواكو له مخې په زلزله كښې د زمكې ښوئېدنې پېښې هم رامېنځ ته شوې دي او يو شمېر ودانيو ته زيان رسېدلې