په ټول پاكستان كښې اولس د پاكستان د سباؤن سياست رخ متعين كړې، برجېس طاهر

اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي په ټول پاكستان كښې اولس د پاكستان د سباؤن سياست رخ متعين كړې۔ ده ووئيل د محمد نواز شريف كاميابو اولسي غونډو او ضمني ټاكنو كښې تاريخ ساز كاميابو دا خبره په ډاګه كړې چې د نواز شريف په مشرۍ كښې پاكستان مسلم ليګ ن د پاكستاني اولس نمائنده ګوند دے كوم سره چې د پاكستان روښانه سباؤن تړلې۔ د شېخوپورہ جلسې په اړه خپل بيان كښې ده ووئيل د شېخوپوره كاميابې جلسې مخالفين نور هم د مايوسۍ تيارو سره مخ كړي دي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس به په نواز شريف باور ولې نه كوي ولې چې نواز شريف د پاكستان ټولو صوبو او ټولو څانګو مضبوطولو كښې بنيادي كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل نواز شريف هېواد له اتومي صلاحيت ترلاسه كولو سره د پاكستان دفاع تل له مضبوطه كړې۔ نن هند خو په پټه وار او سازشونه كولې شي ولې د نواز شريف ددې احسان په سوب هند د پاكستان په ضد د كوم نېغ په نېغه ګام پورته كولو څخه وېريږي۔ ده ووئيل نواز شريف په معاشي توګه هم هېواد مضبوط كړې۔ او دې لپاره ئې د سي پېك منصوبې پیل كړې په كومه چې نن تندۍ سره كار روان دے۔ ده وئيل پاكستان د كال 2013 تيارو څخه ويستلو سره د رڼاګانو په لاره بوتلونكې نواز شريف به اولس چرته هم د پاكستان سياست څخه اخوا كېدو ته نه پرېدي۔ وفاقي وزير ووئيل د كال 2018 ټاكنو كښې به يو ځل بيا مسلم لیګ ن كاميابي ترلاسه كړي او د عمران خان په ډول سازشيانو لپاره يو عبرتناكې ماتې ته انتظار دے۔ ده ووئيل د پاكستان اولس نن د يو مضبوط دېوال په شان په هره جلسه كښې او ټاكنو كښې پاکستان مسلم لیګ ن او نواز شريف سره ولاړ دې او نواز شريف او د پاكستان اولس به په ګډه د پرمختګ او سوكالۍ دا سفر مخ په وړاندې بوځي۔