په درې ملكي ټي ټونټي سېريز كښې به ﴿نن﴾ د نيوزي لېنډ او د انګلستان لوبډلو ترمېنځه مقابله كېږي

وېلنګټن 12 فروری (اے پي پي﴾ په درې ملكي ټي ټونټي سېريز كښې به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د نيوزي لېنډ او د انګلستان لوبډلو ترمېنځه مقابله كېږي۔ په دې درې ملكي سېريز كښې د نيوزي لېنډ٬ انګلستان او د آسټراليا لوبډلې ګډون كوي۔ د فرورې په 16مه نېټه به په سېريز كښې د نيوزي لېنډ او آسټراليا ترمېنځه پنځم مېچ كېږي۔ شپږم او وروستې مېچ به د فرورې په 18مه نېټه د نيوزي لېنډ او د انګلستان لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ د دې ټورنامنټ فائنل به د فرورې په 21مه نېټه كېږي