ټول ټاكنې به په خپل وخت كېږي۔ حكومت به خپله موده ترسره كوي۔ د كاركردګۍ په بنياد به ټول ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوؤ۔ سیاسی عدم استحکام سره خرابۍ رامخې ته كېږي۔ د دھرنې په سوب سي پېك تاخير سره مخ شو۔ هېواد پرمختګ كوي۔ آئي اېم اېف څخه قرضه اخستلو له به نه ځو۔ د پاکستان اېل اېن جی کنټرېکټ نړۍ كښې تر ټولو زيات ارزان دے۔ زما رېډ لائن د هېواد آئين دے۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي نجي ټي وي سره مركه

اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي ټول ټاكنې به په خپل وخت كېږي۔ حكومت به خپله موده ترسره كوي۔ د كاركردګۍ په بنياد به ټول ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوؤ۔ سیاسی عدم استحکام سره خرابۍ رامخې ته كېږي۔ د دھرنې په سوب سي پېك تاخير سره مخ شو۔ هېواد پرمختګ كوي۔ آئي اېم اېف څخه قرضه اخستلو له به نه ځو۔ د پاکستان اېل اېن جی کنټرېکټ نړۍ كښې تر ټولو زيات ارزان دے۔ زما رېډ لائن د هېواد آئين دے۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره مركه كښې ده ووئيل ما وزيراعظمي نه وړاندې غوښتلې او نه ئې اوس غواړم۔ حكومتي چارو كښې د لاس وهنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په 7 مياشتې كښې ماته د نواز شريف كال نه دے راغلې چې دا وكړه او دا مه كوه۔ ده ووئيل زما رېډ لائن آئين دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې كله مونږ سره درې كښې دوه برخې اكثريت وو هغه وخت هم مونږ پرېكړې په سلا كړي دي۔ د 30 كالو څخه نواز شريف زما لارښود دے۔ د ده د نااهلۍ سوب كومه خامي نه ده۔ ده ووئيل كال 2018 ء كښې به اولس پرېكړه وكړي او د اولس پرېكړه سمه وي۔ ده ووئيل د سېنېټ ټاكېن به په خپل وخت كېږي ۔ د كومو ګوندونو كوم غړې چې په صوبائي اسمبلۍ كښې نه وي ددې كانديدان كه ولاړ دي نو دا پارټي ټرېډنګ دے الېكشن كمېشن بايد دې نوټس واخلي۔ مونږ به داسې كانديدان په ډاګه كوؤ۔ ده ووئيل چوهدري نثار سره مې د 30 كالو ملګرتيا ده۔ هغه يو مشر غړے دے۔ د ده خپل موقف دې ولې ځينې خبرې خپلو كښې كول پكار وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل صدارتی نظام كښې د پاكستان معاملات چلول ممكن نه دي او دا د پاكستان وجود له خطر دے۔ ده ووئيل د عمران د رائې پروا نه لرم۔ ده ووئيل زه په وزيراعظم هاؤس كښې نه خپل كور كښې پاتې كېږم۔ وزیراعظم كومه زياته تنخا نه اخلي۔ سركاري ضيافتونه په سركاري خرچه كېږي باقي مصرف وزيراعظم په خپل كوي۔ ده ووئيل زه د 35 كالو څخه ټېكس وركوم۔ ده ووئيل شېخ رشيد دې ماسره نېغ په نېغه خبره وكړي۔ زما اثاثې سياست كښې راتلو څخه وروسته زياتې شوې نه دي۔ ده ووئيل هېواد كښې سرمايه كار دوست چاپېرچل دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نواز شريف زما لارښود دے او مريم نواز په اولس كښې مقبوليت لري۔ دا كومه عهده نه لري۔ ده ووئيل حكومت سسټم كښې لس زره مېګاواټ برېښنا شامل كړې۔ وزیراعظم ووئيل په نړۍ كښې چرته هم د پاكستان نه سوا د خودكار وسلې لائسنس نه شي وركولې۔ مونږ په دې وسله بندېز لګولې وو۔ د وفاق لخوا وركړې شوې لائسنسونه منسوخ كړې شوي۔ هر وګړې وسله لرلې شي مونږ دا ښه جوړول غواړو۔ امريكا كښې د وسلې ساتلو حق قانون كښې موجود دے۔ د خود كار وسله دغلته اجازه نشته۔ د نګران وزيراعظم په اړه دې ووئيل مخالفې ډلې سره به مشاورت كولې شي۔ دا به داسې شخصيت وي چې څوك ورته ګوته پورته نه كړې شي۔ دا پرېكړه به د مئي په آخيرنۍ اونۍ كښې كولې شي۔ ده ووئيل كه اسمبلۍ يوه ورځ هم وړاندې ماتې كړې شوې نو بيا به تر 90 ورځو ټاكنې كول وي او كه د مودې په ترسره كېدو ماتې شوې نو بيا به ټاكنې په 60 ورځو كښې كولې شي۔