وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د وزيراعظم په دفتر كښې بوټې نال كولو سره د پسرلي د ونو نال كولو د كمپائن پرانسته وكړه

APP20-09 ISLAMABAD: February 09 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi planting a sapling to launch Spring Tree Plantation Campaign 2018 at PM Office under the Green Pakistan Programme for revival of forestry resources in Pakistan. APP

اسلام آباد 09 فروری (اے پی پی﴾ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د جمعې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې بوټې نال كولو سره د پسرلي د ونو نال كولو د كمپائن پرانسته وكړه۔ د دې كمپائن په مهال به په ټول هېواد كښې ونې كرلې شي۔ په دې موقع د موسمياتي بدلون وزير مشاهدالله خان او د قومي اسمبلۍ غړې رومينه خورشيد عالم هم وزيراعظم سره وو۔ په دې موقع د كمپائن كاميابې لپاره دعا وكړې شوه۔ د ګرين پاكستان پروګرام له مخې 21 كروړه اضافي بوټي كرلې شي۔ د كال 21-2016م مودې لپاره د دې پروګرام مجموعي لګښت 3.652 اربه روپې دے۔ وزيراعظم ټولو پاكستانيانو په خاص توګه كروندګرو٬ زده كوونكو٬ پارلمان غړو او بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو سړو او ښځو ته ووئيل چې هغوي دې زيات نه زيات بوټي نال كولو سره د پسرلي موسم د ونو كرلو كال 2018م په كمپائن كښې په بشپړه توګه ګډون وكړي۔ د پاكستان قدرتي ځنګلې د موسمياتي بدلون٬ د بشري او صنعتي ضرورياتو لپاره د لرګي د زيات شوي طلب له امله سخت خطر سره مخ دي۔ دا صورتحال په نظر كښې ساتلو سره حكومت د ځنګلو ودې او په هېواد كښې د ځنګل د رقبې په اضافه كښې دلچسپي اخلي۔ سي ډي اے به په دې كمپائن كښې ګډون كوي او د بېلا بېلو غېر سركاري تنظيمونو او تعليمي ادارو په شركت سره به بوټي نال كولې شي۔ په دې كمپائن كښې به پاركونو٬ د مارګله غرونو او ګرين بېلټس ته زيات پام كولې شي