غزہ كښې بمي چاؤدنه ، 4 اسرائیلی عسكر ژوبل

مقبوضه بیت المقدس ۔ 18 فروری (اے پی پی) د اسرائیل او غزہ په پوله په ځائې كړې شوې د يو مائن چاؤدنې په نتيجه كښې 4 اسرائيلي عسكر ژوبل شوي دي۔ د امريكائي خپرونې ادارې ترمخه دا پېښه د خان يونس ښار په ختيزه سيمه كښې رامخې ته شوې۔ د اسرائيلي پوځ په يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې ژوبل شويو كسانو كښې دوه سخت ژوبل دي۔ بلخوا كمې ډلې تر دې دمه د دې بريد ذمه واري قبوله كړې نه ده۔