روسيې په سلامتي كونسل كښې د ايران به ضد قرارداد ويټو كړو

ملګري ملتونه 27 فروري (اے پي پي)د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د ايران په ضد قرارداد ناكامې سره مخ شوے۔د ا لمان خبري اژانس ادارې له مخې د قرارداد په حق كښې 11 هېوادونو رائے وركړې كومو كښې چې سعودي عرب د حوثي ياغيانو په ميزائل بريدونو كښې ايران هم ككړ ګرځولې ؤ خو په دې موقع روسيې دا ويټو كړو۔د روسيې سفير واسيلي نيے بينزيا ووئيل د برتانيې لخوا جوړ شوې دې دستاويز كښې د تفصيلات تصديق نه دې شوې۔له بلې خوا سلامتي كونسل په يمن كښې د ډزبندۍ په اړه وړاندې كړی قرارداد منظور كړے دے