د پاكستان مستقل امن او امان افغانستان كښې مستقل امن او استحكام سره تړلې۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د پاك پوځ سرلښكر میونخ سکیورټی کنفرنس ته خطاب كښې د سيمې ايز او نړيوال امنيت په اړه د پاكستان د نقطه نظر وضاحت

اسلام آباد ۔18 فروری (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي د پاكستان مستقل امن او امان افغانستان كښې مستقل امن او استحكام سره تړلې۔ د آئی اېس پی آر لخوا د خالي په شپه جاري كړې شوي تفصيلات ترمخه د پوځ سرلښكر میونخ سکیورټی کنفرنس ته خطاب كښې د سيمه ايز او نړيوال امنيت په اړه د پاكستان نقطه نظر په ډاګه كړو۔ ده ووئيل سره د محدود وسائلو پاكستان مغربي ګاونډي هېواد افغانستان كښې د امن او امان په ځائې كولو له هڅې كوي ولې بياهم دا هغه وخت ممكن ده كله چې د دواړو هېوادونو خاوره د يو بل په ضد ونه كارولې شي۔ جنرال قمر جاوېد باجوه زياته كړه چې پاكستان كښې دا مهال 2.7 ملین افغان كډوال ژوند كوي او تحريك طالبان او حقاني نېټ ورك دا خپلو ناوړه مقصدونو لپاره كارولې شي۔ ده ووئيل ضرورت ددې خبرې دې چې د افغان كډوالو خپل هېواد ته بېرته د تلو عمل پايې ته ورسولې شي۔ ده ووئيل دا مهال په افغان جنګ د كال په سر 46 ارب ډالر مصرف كولې شي۔ ده ووئيل پاك افغان پوله محفوظ جوړولې شي او د پولې نظام ښه كولو له پاكستان بشپړ ګامونه پورته كړي دي۔ ده ووئيل مونږ د پولو ساتنې له نوې يونټس جوړ كړي او په پوله د سوؤنو په شمېر حفاظتي مركزونه جوړولو له مو پوستې په ځائې كړي دي۔ بلخوا په پاک افغان 2300 کلومیټر پوله د باړ لګولو كار هم پېل كړې شوې۔ دې سره سره دعام افغان وګړو اسانيو او د ترهګرو ممكنه راتګ مخنيوي له او د دوئي نيولو له بائیو میټرکس نظام پېل كړې شوې۔ د پوځ سرلښكر ووئيل د افغان مسئلې امن ناكه حل له پاكستان د امن ناكه مذاكراتو ايجنډې ملاتړ كوي او مونږ منطقه كښې امن په ځائې كولو له د نړيوالې ورورولۍ حكمت عملۍ هم فعاله مرسته كوؤ۔ ده ووئيل افغانستان كښې د اختلافات ختمولو له د ټولو فريقو د مذاكراتو مېز ته راوستلو له پاكستان يو ځل بيا هڅې كوي دغسې چې د مسئلې امن ناكه سياسي حل ولټولې شي۔ د پوځ سرلښكر ووئيل د نورو هېوادونو په مقابله كښې پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ښكاره كاميابۍ ترلاسه كړې دي او القاعده سره تعلق لرونكي 11 ترهګر وژلو سره ئې 600 نور نيولي او امريكا ته ئې سپارلي دي دغسې چې پاكستان او افغانستان څخه د القاعده ختمول باوري كړې شي۔ ده ووئيل اوس هم هڅې روانې دي۔ ده ووئيل د داعش افغانستان ته د منقتل كېدو په اړه د ځيني هېوادونو ايجنسو راپورونه رامخې ته شوي دي په دې پاكستان ته اندېښنه ده۔ ده ووئيل پاكستان كښې داعش هېڅ وجود نه لري۔ بياهم په ګاونډي هېواد كښې د داعش شمېره كښې په زياتوالې اندېښنه ده۔ ده ووئيل مونږ شريكې مرستې سره ددې خطرې مقابله كولې شوو۔ ده ووئيل د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد كاميابي او نړۍ څخه د ترهګرۍ لعمنت ختمولو كښې به وخت لګي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې پرله پسې هڅو ته اړتيا ده۔ د پوځ سرلښكر ووئيل اول به د ترهګرو نظریات ختول وي دغسې چې د ترهګرۍ ملا ماته كړې شي۔ ده زياته كړه چې ترهګر زمونږ خپل مينځ كښې اختلافاتو څخه ګټه پورته كولو سره بيا يو موټې كېدې شي۔ له دې كبله مونږ له به يو موټې كېدل وي۔ د پوځ سرلښكر ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړې دي او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ئې ښكاره كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ ده ووئيل د جهاد نظريې وضاحت ضروري دې او د جهاد نظريې په ناوړه توګه كارول كېدل به منع كول وي۔ ده ووئيل په نفس قابو ساتل د اسلامي نقطه نظر ترمخه تر ټولو غوره جهاد دے۔ د رسول كريم (ص) فرمان دے چې د ظالم بادشاه وړاندې حقه خبره كول تر ټولو غوره جهاد دے۔ او د مسلح هڅو او قتال لمبر دوهم دے۔ ده ووئيل د جهاد اعلان يوازې حكومت يا رياست كولې شي بل چاته دا اختيار ترلاسه نه دے۔ جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل د ترهګرۍ او انتها خوښۍ نظرياتو ته وده وركولو له د جهاد مفهوم په ناوړه توګه كارول كېدې شي۔ ده ووئيل د ګردې نړۍ مسلمانان د ترهګرۍ په ضد دي۔ ده ووئيل د 9/11 څخه وروستو د جهاد نظريې ته زيات فوقيت ترلاسه شو او دا نظريه وړاندې 1979ء كښې افغانستان كښې د روسيه لاس وهنې څخه وروستو هم رواج كښې خپره شوې وه۔ ده ووئيل په دې لړ كښې زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔ ده ووئيل د امريكائي اولس مشر رونالډ رېګن لخوا خلائي شټل ته د مارچ په 10 مه نېټه كال 1982ء كښې د افغان مجاهدین نامه وركولو سره هم دا نظريه قوي شوې وه۔ ده ووئيل پاكستان د نورو هېوادونو په ډول يو امن ناكه هېواد وو۔ ولې د افغان جهاد پېېل كېدو سره دې نظريې وده وموندله او د ټولې نړۍ څخه كسان دې لپاره بھرتي كړې شول او افغانستان څخه د روسيه پوځ وتلو څخه وروسته دغه نظريه دغسې پرېښودلې شوه چې ورسره ترهګري زياته شوه۔ د پوځ سرلښكر ووئيل پاکستان د ترهګرو او انتها خوښۍ ختمولو له سترې قربانۍ وركړې دي۔ 35 زره پاكستاني وګړي مړه او 48 زره څخه زيات ژوبل يا معذور شوي دي۔ دې سره سره پاكستان د 250 ارب ډالر مالي زيان هم پورته كړې۔ جنرال قمرجاوید باجوہ ووئيل پاكستان كښې د ترهګر كوم پټ ځايونه نشته ولې په دې اړه اندېښنې موجود دي ولې د افغان كډوالو 54 كېمپونه او په غريئيزو سيمو كښې ددې موجودګي او پټ ځايونه كېدې شي۔ ده ووئيل تېر كال زمونږ په پوله 131 ترهګر بريدونه وكړې شول په كومو كښې چې د 123 منصوبه بندي او په دې عملدرآمد افغانستان څخه شوې وو۔ ده ووئيل افغانستان كښې د استحكام په نشتوالي اندېښنه ده او د افغانستان كابل ښار كښې د يو شمېر هېوادونو پوځ موجودګۍ باوجود افغانستان كښې د ترهګرۍ كاروائۍ زياتېدل د پرېشانۍ خبره ده۔