د روس نامتو نیوز ویب سائټ ډاکټر ملیحه لودھی د نړۍ په 5 کامیاب سفارتکارو ميرمنو كښې شامل کړه

ماسکو 12 فروری (اے پی پی) د روس مامتو نیوز ویب سائټ ګیزیټا ډاټ آر یو په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازې ډاکټر ملیحه لودھی د نړۍ په 5 کامیاب سفارتکارو ميرمنو كښې شامل کړې ده۔ د روس سرکاری نیوز ایجنسۍ ګیزیټا ډاټ آر یو ویب سائټ راپور په اړه وئيلي دي چې ډاکټر ملیحه لودھی مسلمانې نړۍ كښې يوه نوموړې ميرمن شخیصت ده۔ ګیزیټا ډاټ آر یو وئيلي صحافت كښې د ښه کیرئیر نه پس ډاکټر ملیحه لودھی امریکې لپاره د پاکستان سفیرې په حيث او برتانيه كښې د هائی کمشنر په حیثت خذمات ترسره كړي۔ ګیزیټا ډاټ آر یو وئيلي دي چې ملیحه لودھی وړومبۍ پاکستانی ميرمن ده څوك چې ملګرو ملتونو كښې د مستقل استازې او چیف ډیلیګيټ په حیثت فرائض ترسره كوي۔ 1994ء كښې ټائم میګزین د هغې شميره په 100 داسې شخصیات كښې كړې چا چې په 21مه پيړۍ كښې شوې پیشرفت كښې مهم کردار ترسره كړې۔ ډاکټر ملیحه لودھی 2001ء نه تر 2005ء د ملګرو ملتونو عمومې سیکترې د وسلې تخفیف چارو ایډوائزری بورډ كښې خذمات ترسره كړي او هغه لندن كښې د انسټيټوټ آف ستراتيجك سټډیز ایډوائزری کونسل غړي هم ده۔ د ډاکټر ملیحه لودھی په کیرئیر رڼا اچولو سره د روس ویب سائټ وئيلي جرنلزم كښې د کامیابۍ نه پس د هغې د سفارتکارۍ د کیرئیر لاره سمه شوې ۔ پخوانۍ وزیراعظمې بینظیر بھټو هغه د امریکې لپاره د پاکستان سفیره تعینات کړې وه او هغې په دې چوكۍ تر درې كاله كار كړې ؤ