د تركيې ځواكونو لخوا په شاخ زيتون عملياتو كښې د مړو شمېره 2059 ته ورسېده

دمشق 26 فروری (اے پی پی)د تركيې وسله والو ځواكونو لخوا د سوريې په عفرين سيمه كښې د شاخ زيتون په عملياتو كښې د وژلې شوو ترهه ګرو شمېره 2059 ته رسېدلې ده ۔د تركيې خبري اژانس له مخې د جنرل سټاف لخوا جاري شوي بيان له مخې په شاخ زيتون عملياتو كښې د ترهه ګرو ډلو او د داعش په ضد زمكيز او فضائي كاروائۍ روانې دي۔په تازه عملياتو كښې 38 ترهه ګر وژلې شوي۔په بيان كښې وئېلي شوي د جنورۍ د شلمې نېټې څخه تراوسه په دې عملياتو كښې 2059 ترهه كر وژلې شوي دي