د برتانيې د کنزرویټو ګوند پلاوي باچا سلمان سره وليدل

ریاض 13 فروری (اے پی پی) د برتانيې د کنزرویټو ګوند يو پلاوي د سعودی عرب دورې په مهال خادم الحرمین الشریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره د هغه په ماڼۍ كښې ليدلې دي۔ د سعودی ميډيا له مخې د کنزرویټو ګوند لارښود لارډ فرانسیس ماوډی او د مينځني ختيز لپاره د ګوند په ځينو چارواكو مشتمل پلاوي د شاہ سلمان سره ليدلې دي۔ ملاقات په مهال د دواړه هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا په اړيكو خبرې اترې شوې دي۔ د برتانيې پلاوي د شاہ سلمان سره د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو تفصیلی خبرې اترې شوې دي۔ په دې موقع د سيمې په مهمو مسئلو هم خبرې اترې وشوې۔په دې موقع د سعودی کابینې غړي دوهم وزير ډاکټر مساعد بن محمد العیبان، خارجه وزير عادل الجبیر، د مجلس شوریٰ وائس چیئرمېن ډاکټرمحمد بن امین الجفری هم موجود ؤ دغسې د برتانيې پلاوي كښې په سعودی عرب كښې د برتانيې سفیر سائمن کولیس، کنزرویټو ګوند پارلماني غړي مارك ګرنیه، جیمز ھیابی، اسټیفن میټکاؤ، لارډ فرانسیس پارینق، کیتھ سمبسو او د مينځني ختيز ډلې ډائریکټر شالروټ لیسی او مارک مورسن شامل ؤ