ايران – د مسافر الوتكې پرېوتو پېښه – 66 تنه مړه

تهران ۔ ا18 فروری (اے پی پی) ايران كښې مسافر وړونكې يوه الوتكه د پرېوتو پېښې سره مخ شوه چې به نتيجه كښې ئې 66 كسان مړه شوي۔ د ايران ابلاغ ذريعو ترمخه د آسمان ايئر لائن مسافر الوتكه پلازمينه تهران څخه سوئيلي لوئيديز ښار يسوج ته روانه وه چې د خراب موسم په سوب اصفهان ته نزدې په دينا غر پرېوتو سره تباه شوه۔ د خراب موسم په سوب د پېښې ځائې ته ځائي چورلكه هم و نه رسېدله۔ د امريكائي خبر رسنې ادارې د آسمان ايئر لائن وياند حواله وركولو سره وئيلي په الوتكه كښې ناست د عملې 6 كسانو په شمول ټول 66 تنه مړه شوي۔ بلخوا د مرستې ډلې د پېښې ځائې ته روانې كړې شوي دي ولې د خراب موسم په سوب دا ډلې د مرستې كاروايو كښې ستونزو سره مخ دي۔