امریکې ته په ډاګه وئيلي شوي اړيكې د شريك باور او احترام په چاپيرچل كښې مخ په وړاندې تللې شي

اسلام آباد 23 فروری (اے پی پی) پاکستان وئيلي دي چې امریکې ته په ډاګه وئيلي شوي چې اړيكې د شريك باور او احترام چاپيرچل كښې مخ په وړاندې تللې شي، امریکې څه موده وړاندې ګڼ يو اړخيزه قدامات كړي، اوس د باور د بحالیدو انحصار په امریکا دے، پاکستان ګرے لسټ كښې د شاملولو په غرض فنانشل ایکشن ټاسك فورس كښې د برتانيې او امريكې د اړخه په تحریك وړاندې كولو سنجیدہ تحفظات لرو، پاکستان سعودی عرب ته پوځې ډلې د اسلامی ملټری اتحاد لپاره نه بلکه تربیتی مقصدونو له لېږلې دي، د افغانستان مسئله يوازې د خبرو اترو د لارې حل کیدې شي، پاکستان او روس د دفاع، توان ، تجارت پشمول ګڼو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركولو ته سلا شوي، د روس پوهان د پاکستان انرجی سیکټر جدید جوړولو كښې په ګډون كولو راضي شوي، هند زمونږ د كلتور او فلمونو څخه ولي يرېږي ؟ د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فیصل د جمعې په ورځ اوونيز پریس بریفنګ په مهال د امریکې اینټلی جنس په راپور د حیرانتيا څرګندونه كړې چې له مخې ئې پاکستان د امریکې څخه لرې والې خپل كړې۔ وياند ووئيل امريكې ته په ډاګه وئيلي شوي چې اړيكې د شريك باور او احترام په چاپيرچل كښې مخ په وړاندې تللې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاکستان په ګرے لسټ كښې د شاملولو په غرض فنانشل ایکشن ټاسك فورس كښې د امریکې او برتانيې د اړخه په تحریك وړاندې كيدو سنجیدہ تحفظات لري۔ ده ووئيل انټی منی لانډرنګ او مالی ترهه ګرۍ مخنيوي كښې کمزوریو په اړه د امريكې زياتره تحفظات 2015 كښې لرې كړې شوي ؤ۔ د هند په شمال ختيز كښې د بنګله دېش څخه اړې ګړي كولو په پاکستان او چین د هندي سرلښكر د تور په اړه د پوښتنې ځواب وركولو سره وياند دغه د هندي سرلښكر ذهنی اختراع وګرځوله۔ سعودی عرب ته د پوځې ډلو لېږلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاکستان پوځې ډلې اسلامی پوځي اتحاد كښې شاملولو له نه بلکه تربیتی مقصدونو له لېږلې دي۔ خارجه وزير خواجه آصف د روس اوسنۍ دورې په اړه وياند ووئيل پاکستان او روس د دفاع، توان ، تجارت پشمول ګڼو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركولو ته سلا شوي۔ دواړه هېوادونه دې خبرې ته هم سلا شوي چې د افغان مسئلې كوم پوځي حل ممکن نه دے۔ د افغانستان شخړه د افغان دولت او طالبانو ترمينځه امناكه خبرو اترو سره حل كيدې شي