په پیرو كښې د زلزلې له امله 2 كسان مړه ، ګڼ ژوبل شوي

لیما 15 جنوری (اے پی پی) د جنوبی امریکی پیرو هېواد ساحلی سيمه كښې د راغلې 7.3 شدت زلزلې نه پس د سونامی وارننګ بيرته اخستل شوې۔ د پیرو ميډيا له مخې د هېواد په بېلا بيلو سيمو كښې تيره ورځ راغلې زلزلې په لويه توګه تباهی كړې چې په نتيجه كښې ئې 2 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوي دي۔ د امریکې جیولوجیکل سروے له مخې د زلزلې شدت په ریکټر اسکیل 7.3 ریکارډ کړے شوے۔ د پیرو د روغتيا وزیر له مخې د زلزلې په نتيجه كښې يو معدنی کان كښې ناست 70 كيندونكې بې دركه شوي۔ ځپليو سيمو كښې د مرستې هلې ځلې پيل شوې دي۔