په معاشي توګه رامخې ته كېدونكې پاكستان نړۍ لپاره يو مثال دے۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په ډيووس كښې د پاكستان تاريخي نمائندګي كړې۔ د سي پېك په شكل كښې پاكستان ته سرمايه كاري راروانه ده۔ د منطقې هېوادونه سي پېك څخه استفاده كول غواړي۔ ون بېلټ ون روډ امپیکټ سېشن كښې هېوادونه خوښي لرلې۔ په هېواد كښی د تجارتي هلو ځلو بحالي د پخواني وزيراعظم نواز شريف د وژن مېوه ده۔ د ټولې نړۍ څخه راغليو پلاويو په مقابله كښې پاكستاني پلاوي كښې د مېرمنو نمائندګي تر ټولو زياته ده۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب ټي وي چېنل سره مركه

ډیووس ۔ 25 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په ډيووس كښې د پاكستان تاريخي نمائندګي كړې۔ يو ټي وي چېنل سره خبرو كښې دې ووئيل وزيراعظم په ډېووس كښی د مهمو نړيوالو تجارتي ادارو مشرانو سره ملاقاتونه كړي دي كومو كښې چې پاكستان كښې په سرمايه كارۍ بشپړه خبرې شوي دي۔ دې ووئيل د منطقې هېوادونه سي پېك څخه استفاده كول غواړي۔ په معاشي توګه رامخې ته كېدونكې پاكستان نړۍ لپاره يو مثال دے۔ دې ووئيل ډيووس كښې پاكستاني مېرمنو په زړه پورې نمائندګي كړې د كوم چې په مثبت ډول ستائنه شوې۔ دې ووئيل نړۍ پاكستان د يو رامخې ته كېدونكي ماركيټ په توګه تسليموي۔ دوهمې وزيرې ووئيل سي پېك ټولې منطقې له د شريكې سوكالۍ منصوبه ده۔ دې ووئيل په دې مهال وزيراعظم سره بل ګېټس ٬ د اېشیائی انفراسټرکچر انوسټمنټ بېنک، اوبر، سیمنز او مټسوبشی کارپورېشن په شمول د بېلو نړيوالو ادارو مشرانو ملاقاتونه وكړل۔ ددې ملاقاتونو بنيادي مقصد پاكستان كښې د سرمايه كارۍ وده ده۔ دوهمې وزيرې ووئيل پاكستان كښې د امن وضعه مخ په ښه كېدو ده۔ په معاشي توګه پاكستان يو رامخې ته كېدونكې هېواد دے۔ د سي پېك د لارې غېر ملكي سرمايه كاري پاكستان ته راځي۔ هېواد كښې د انفراسټركچر مضبوطۍ او ترقۍ له په بېلو منصوبو كار روان دے۔ په دې لړ كښې پاكستان نړۍ له يو مثال دے۔ دې ووئيل ون بېلټ ون روډ امپیکټ سېشن كښې هېوادونه خوښي لرلې۔ په هېواد كښی د تجارتي هلو ځلو بحالي د پخواني وزيراعظم نواز شريف د وژن مېوه ده۔ دې ووئيل بل ګېټس سره ملاقات كښې د روغتيا څانګې په بېلو اړخونو خبرې وشوې۔ وزيراعظم د هېلت پروګرام ٬ نيونېورسل هېلت كورېج او پوليو خاتمې په شمول په بېلو چارو تفصيلي خبرې وكړې۔ بل ګېټس د روغتيا څانګې ښه والي له د پاكستان پورته كړې ګامونه وستائل۔ دوهمې وزيرې ووئيل د ټولې نړۍ څخه راغليو پلاويو په مقابله كښې پاكستاني پلاوي كښې د مېرمنو نمائندګي تر ټولو زياته وه