په كابل كښې د هند سفارت په حدودو كښې د مېزائل غورځېدو په نتيجه كښې ودانې ته جزوي زيان رسېدلې

كابل 16 جنوری (اے پي پي) په افغانستان كښې د هند د سفارت په حدودو كښې د مېزائل بريد شوے او په نتيجه كښې ئې د سفارت ودانې ته جزوي زيان رسېدلې خو سفارتي عمله محفوظ پاتې شوې۔ د ځائي مېډيا له مخې د كابل په حساس سيمه ګرين زون كښې د هند په سفارت د مېزائل بريد شوے او پكښې د سفارت ودانې ته جزوي زيان رسېدلې۔ د هند خارجه وزيرې وئيلي دي چې په بريد كښې د هند سفارتي عمله محفوظ پاتې شوې۔ هغې د افغان دولت څخه د سفارت د حفاظت زياتولو غوښتنه كړې