پاكستان دواړو هېوادونو سره د تجارت ٬ تعليم او كلتور پشمول بېلو څانګو كښې نزدې مرسته غواړي

اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان عراق او هالېنډ سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬ پاكستان دواړو هېوادونو سره د تجارت ٬ تعليم او كلتور پشمول بېلو څانګو كښې نزدې مرسته غواړي۔ دا خبره اولس مشر د عراق وظيفه ترسره كوؤنكي ډاكټر علي الرحمن او هالېنډ لپاره د پاكستان نومولې سفير شجاعت علي راټھور سره جلا جلا ملاقاتونو كښې وكړه كومو چې د شورؤ په ورځ اولس مشر سره جلا جلا ملاقاتونه كول۔ اولس مشر ووئيل عراق سره د فضائي رابطو بحالۍ ته پاكستان پام لرنه كوي كومه به چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي او ورسره به د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې شي۔ ده ووئيل پاكستان عراق سره د تجارت ٬ زده كړې او كلتور پشمول يو شمېر څانګو كښې مرسته كول غواړي۔ اولس مشر ووئيل په اسلامي تاريخ كښې عراق او بغداد ډېر اهميت لري ولې چې د مدينې منورې څخه وروستو بغداد اولنې ښار ؤ كوم پلو به چې مسلمانان د زده كړې لپاره تلل ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان سيمه كښې د انتها خوښۍ ختمولو له هڅې كوي او په دې لړ كښې ئې تاريخي كاميابۍ ترلاسه كړي۔ اولس مشر سي پېك كښې د عراق د خوښۍ لرلو ستائنه كولو سره ووئيل دې منصوبې سره به د منطقې قسمت بدل شي۔ د عراق سفیر ووئيل عراق سي پېك كښې خوښي لري او توان سره اړوندو پروژو كښې د كار كولو منصوبه لري۔ اولس مشر هالېنډ لپاره د پاكستان نومولي سير شجاعت علي راټھور سره خبرو كښې ووئيل هالېنډ سره پاكستان زړې تجارتي اړيكې لري۔ ده ووئيل د هالېنډ د سرمايه كارو پاكستان كښې سرمايه كارۍ پلو پام ګرځول دا اړيكې لا پراخه كولې شي