نړيواله ورورولي بايد د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان غېر معمولي خذمات او بلها قربانۍ تسليم كړي۔ چين

بیجنگ ۔ 3 جنوری (اے پی پی) چین وئيلې دي پاكستان د ترهګرۍ ختمولو له د ځانګړو هلو ځلو سره سره بلها قربانۍ وركړې ۔ نړيواله ورورولي بايد د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان غېر معمولي خذمات او بلها قربانۍ تسليم كړي۔ د چيناني خارجه وزارت وياند ګېنګ شوانګ د بريفنګ په مهال د ټرمپ لخوا په پاكستان د ټكونو په اړه د پوښتې په ځواب كښې ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې او په نړيواله كچه د ترھګرۍ مخنيوي لپاره ئې ځانګړي خذمات ترسره كړي۔ وياند ووئيل چين په دې خوشحاله دے چې پاكستان سيمه ايزې سلامتيا او استحكام لپاره د خپل كردار ترسره كولو په غرض د شريك احترام په بنياد د ترهګرۍ مخنيوي پشمول نړيواله مرسته كښې بوخت د۔ چين او پاكستان په هر حال كښې د يو بل ملګري دي او مونږ د دواړو هېوادونو ګټې له هر ډول مرستې ته وده وركولو او دا لا مضبوطولو له چمتو يو۔ ده ووئيل چین په ټولو څانګو كښې پاكستان سره مرسته زياتول او د دواړو هېوادونو اولس ته لا ګټه رسول غواړي۔