مونږ په لوئيديزو او ختيزو پولو امن غواړو

اسلام آباد ۔ 18 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي پاكستان د سوليز ګاونډيتوب په پالېسۍ عمل كوي۔ مونږ په لوئيديزو او ختيزو پولو امن غواړو۔ له دې كبله د كوم هېواد طاقت يا ګټو څخه به ډكټېشن نه اخلو۔ د نائن الېون څخه وروسته پاكستان د خپلو ګټو په ځائې د امريكا د آله كار او سهولت كار كردار ترسره كړو۔ ددې په بدل كښې پاكستان ته د تورونو نه سوا بل ھېڅ څه ترلاسه نه شول۔ 1979ء څخه وروسته تر لس كلونو جهاد ٬ په 1990ﺀ كښې د طالبانو انټري او 1999ﺀ څخه وروسته د امريكا سهولت كار پاتې كېدو زيان به خدائې خبر زمونږ څومره نسلونه زغمي۔ ضرب عضب څخه وروستو دې منطقه كښی مونږ خپل كردار د خپلو ګټو تابع كولو هڅه وكړه او دې كښې كاميابي ترلاسه شوې۔ افغانستان كښې د اوږدې مودې امن ګټې به د كوم بل هېواد په مقابله كښې پاكستان ته زياتې ترلاسه شي۔ افغان زده كوؤنكو ته پاكستان كښې 6 زره شكالرشپس وركړې شوي دي۔ افغانستان سره زمونږ تجارتي اړيكې ښې نه دي۔ هغه د واهګه د لارې هندوستان سره تجارت غواړي ددې مونږ اجازه وركولې نه شؤ۔ د بندر ځايونو د لارې مو د ټرانزټ ټرېډ اجازه وركړې او دا تجارت روان دے۔ د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د بېلو پوښتنو ځواب وركولو په مهال خواجه محمد آصف ووئيل پاكستان د سوليز ګاونډيتوب په پالېسۍ عمل كوي او زمونږ په خارجه پالېسۍ كښې دې ته زيات پام كولې شي۔ ده ووئيل د نائن الېون څخه وروسته پاكستان د خپلو ګټو په ځائې د امريكا د آله كار او سهولت كار كردار ترسره كړو۔ ددې په بدل كښې پاكستان ته د تورونو نه سوا بل ھېڅ څه ترلاسه نه شول۔ 1979ء څخه وروسته تر لس كلونو جهاد ٬ په 1990ﺀ كښې د طالبانو انټري او 1999ﺀ څخه وروسته د امريكا سهولت كار پاتې كېدو زيان به خدائې خبر زمونږ څومره نسلونه زغمي۔ ده ووئيل دې سيمه كښې د پاكستان كردار په ماضي كښې زمونږ د ګټو ترمخه پاتې نه شو۔ ده ووئيل كله څخه چې ضرب غضب پېل شو نو مونږ سيمه كښې خپل كردار د خپلو ګټو تابع كولو هڅه وكړو او دې كښې كاميابي ترلاسه شوه۔ ده ووئيل مونږ به امن لپاره هڅې روانې ساتو۔ ده ووئيل مونږ د شريك احترام او برابرۍ په بنياد چين ٬ افغانستان او د هند په شمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكې په ځاې ساتلو او د دې لا مضبوطولو په لاره روان يو۔ مونږ د پوځي كاروايو د لارې خپلې سيمې ترهګرو څخه پاكې كړې دي۔ مونږ نزدې دوه لكهه پوځ افغانستان سره په خپلو پولو په ځائې كړې دي دغسې چې د ترهګرو د اوړېدو راوړېدو مخنيوې وكړې شي۔ ده ووئيل پاكستان دا ګڼي چې افغانستان كښې امن د پاكستان په ګټه دے۔ ده ووئيل پاكستان به د افغانستان په امن او استحكام كښې خپل مثبت كردار ترسره كول روان ساتي۔ پاکستان په دې لړ كښې د اېس سی او کانټېټک ګروپ، اېچ او اے او آئی پی غونډه كښې ګډون كړې۔ تېره مياشت پاكستان بيجنګ كښې د چين پاكستان او افغانستان خارجه وزيرانو د خبرو اترو په اولنۍ غونډه كښې ګډون وكړو۔ درې واړو اړخونو په دې خبره اتفاق وكړو چې د ترھګرۍ په ضد دې په ګډه ګامونه پورته كړې شي او كوم هم هېواد ٬ ډلې يا وګړي ته دې اجازه ورنكړې شي چې هغه تشدد لپاره زمونږه سيمه وكاروي۔
ده ووئيل پاكستان د څو لسيزو راهېسې د لكھونو په شمېر افغان وګړو كور پاتې شوې۔ پاكستان د ا فغان اولس ځانګړې مېلمستيا او مرسته كړې۔ دوئي ته د پاكستاني وګړو په ډول د زده كړو او روغتيا بنيادي آسانۍ وركړې شوي دي۔ زه ددې راپور په وړاندې كولو خوشحاله يم چې 50 زره څخه زياتو افغان طالبعلمانو ته د پاكستان په تعليمي ادارو كښې تعليم وركړې شوې او اوس دوئي د خپل هېواد حاجت ترسره كولو د افغانستان په سركاري او نجي ادارو كښې كار كوي۔ ده ووئيل پاكستان افغان طالبعلمانو ته پاكستان كښې 6 زره سكالرشپس وركړي۔ نزدې درې زره افغان زده كوؤنكو دې څخه وړاندې استفاده كړې۔ ده ووئيل مونږ مېرمنو كانديدانو له 100 چوكۍ وقف كړي دي۔ دې سره سره مونږ د بېلو پېشو د لارې افغانانو لپاره صلاحيت ساز پروګرامونه پېل كړي دي۔ ده ووئيل مونږ په اونۍ كښې 7 ورځې ټول ځايونه پرانستلې ساتلي دي او د افغانستان زر ضائع كېدونكې څيزونو 24 ساعته كليئرنس لپاره په كسټم پوستو عمله په ځائې كړې شوې۔ ده ووئيل پاكستان به افغانستان كښې اداره سازۍ او تعمير او ترقۍ كښې خپل كردار جاري ساتي۔ ده ووئيل زه باور لرم چې زمونږ منزلونه شريك دي او مونږ د دواړو اولسونو سوكاله او سوليز سباؤن له دوه اړخيزې مرستې ته اړتيا لرو۔