كومو خلقو چې وئيل سعودي كښې اېن آر او يا ډيل كېږي ٬ ھغوي دي اوويني چې محمد نواز شریف (نن) بيا د نېب عدالت ته وړاندې شو

اسلام آباد 03 جنوري(اے پي پي)د اطلاعات ٬خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي كومو خلقو چې وئيل سعودي عربستان كښې اېن آر او يا بل ډيل كېږي ٬ ھغوي دي اوګوري چې محمد نواز شریف (نن) بيا د نېب عدالت ته وړاندې شوې۔ د شورو په ورځ د احتساب عدالت نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې دوهمې وزېرې ووئيل پرون چې عمران خان كوم ټوئټ كړې په ھغې كښې ئې ” جعلي خان” ليكل هېر كړي٬ دې ووئېل ھغه كامياب سياستمدار خو نشو او د پاكستان اولس ھغه وزيراعظم هم نه دې جوړ كړې٬ دې ووئېل اوس ھغه د شاه رخ خان جوړېدو ناكامه هڅې كوي نو زما خيال دے چې دا به هم ختم شي۔ مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان د ترهه ګرۍ عدالت ته وړاندې كېږي ھغه دې د خپل ټول عمل ځواب وركړي ٬ دې ووئېل ھغه خو په پارلمان او پي ټي وي بريدونه كړي هغه څنګه د نورو پحقله پوښتنې كوي۔ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل څوك چې بل ته ګوته نيسي ھغه له پكار دي چې خپل ګريوان ته سر ښكته كړي