د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ سره د جاپان خارجه وزير تارو كونو وليدل

APP06-04 RAWALPINDI: January 04 - Japanese Foreign Minister, Taro Kono called on Chief of Army Staff (COAS) General Qamar Javed Bajwa at General Headquarters. APP

پېنډۍ 04 جنوري (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د جاپان خارجه وزير تاروکونو ليدلي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د جاپان خارجه وزير تاروكونو چې د پوځ مركزي دفتر پېنډۍ ته ورسېدو نو يوې چټك ډلې ورته سلامي وړاندې كړه٬ په دې موقع مېلمه شخصيت د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ د جاپان خارجه وزير ته په دې موقع د سيمه ايزې سلامتيا لپاره د مرستې او د ترهه ګرۍ په ضد د كردار پحقله بريفنګ وركړې شو۔ د جاپان خارجه وزير تاروکونو سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د پاكستان د هلو ځلو اعتراف او ستائنه وكړه ۔ د جاپان خارجه وزير ووئيل جاپان پاکستان سره د سلامتيا په څانګه كښې مرسته په خاص توګه د ترهګرۍ مخنيوې زياتولو خواهشمند دے۔ د جاپان خارجه وزير د آئي ډي پيز بحالۍ او د پاك افغان پولې د سكېنګ آلاتو وركولو پحقله هم خبرې وكړې