د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د قطبي وزيرستان اېجنسۍ دوره

APP68-03 NORTH WAZIRISTAN AGENCY: January 03 - General Qamar Javed Bajwa, Chief of Army Staff (COAS) visit the newly constructed border forts and fencing along Pak-Afghan border. APP

پېنډۍ (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د قطبي وزيرستان اېجنسۍ دوره كولو سره په پاك افغان پوله اوس د جوړو كړو قلعه ګانو او لګولي شوي خاردار تار جاج واخست او په ميرانشاه كښې ئې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر هم خپور كړو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د زيارت په ورځ د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوده د شمالي وزيرستان دوره كولو سره په ميرانشاه كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړې۔ په دې موقع جنرل آفيسر كمانډنګ (جي او سي) ميرانشاه د سلامتيا په وضعه ٬ د آئي ډي پيز بحالَۍ له په اېجنسۍ كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ منصوبو پحقله سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه له بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په پاك افغان پوله اوس د جوړو كړو قلعه ګانو او لګولي شوي خاردار تار جاج لپاره دوه وكړه۔ جنرال قمر جاوېد باجوه د پولې امنيت لپاره د فارمېشن لخوا د تند رفتارۍ او د كارد معيار ستائنه وكړه۔ د پېښور كور كمانډر لېفټېننټ جنرال (ر) نذير احمد بټ هم په دې موقع موجود ٶ