د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د سري لنكا خپل څنګ په بلنه پھ دوه ورځنۍ دوره سري لنكا ته ورسېد

APP73-16 SRI LANKA: January 16 – Chief of Army Staff General Qamar Javed Bajwa meeting with Sri Lankan military leadership including the Chief of Defence Staff, the Chiefs of all three services. APP

پیڼډۍ 16 جنوری (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د سري لنكا خپل څنګ په بلنه پھ دوه ورځنۍ سركاري دوره سري لنكا ته رسېدلې دے ۔د آئي اېس پي آر له مخې جنرال قمر جاوېد باجوه د سري لنكا د دريو واړو سروسز مشرانو سره ملاقات وكړو چرته چې دريو واړو سروسز هېډكوارټر كښې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړی شو۔د پاك پوځ سرلښكر د سري لنكا كمانډر اينډ اسټاف كالج هم دوره وكړه چرته چې د كالج فيكلټۍ او اسټاف سره هم ملاقات وكړو۔د پاك پوځ مشر د سري لنكا عسكري مشرتابه سره ملاقاتونه وكړل چې په دې مهال د سري لنكا مشرتابه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كاميابۍ وستائېلې۔د سري لنكا مشرتابه په سري لنكا كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په كاميابۍ د پاكستان كردار ستائنه وكړه۔د ملاقاتونو په مهال پھ خبرو كښې د پك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان د ترهه ګرو په ضد د فرق نه غېر كاروائۍ كړي او د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به د ردالفساد له مخې كاروائۍ روانې وي