د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه٬په جي اېس پي پلس سټېټس كښې پراختيا له د هڅو جاج واخستې شو

اسلام آباد 19جنوری(اے پی پی )وزيراعظم شاهد خاقان عباسي كامرس ډويژن او بهرنو هېوادونو كښې پاكستاني مشنز ته سپارښتنه كړی ده جي اېس پي پلس سټېټس او د برآمدات زياتوالي رجحانات په ځاې ساتلو له دې ټول ضروري ګامونه پورته كړی شي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه د جمعې پھ ورځ وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔د غونډې پھ مهال د كال 2018 څخه وروستو پاكستان لپاره په جي اېس پي پلس سټېټس كښې پراختيا كولو له د هڅو جاج واخستې شو۔كامرس ډويژن غونډه د پاكستان لخوا جي اېس پي پلس لپاره د غوښتنو په اړه خبر كړه۔غونډې ته ووئيل شوو د پاكستان حكومت لخوا د دريو مياشتو ميعادې ريويو راپورونه وړاندې جمع كړې شوي او اروپائي ائتلاف د دغې جاج اخستې دې۔غونډې ته دا هم وئيلې شوو تېرو پينځو كلونو په مهال اروپائي ائتلاف ته د پاكستان برآمدات 45 فيصده او د ټېكسټائل ويليو ايډډ مصنوعات 88 فيصده زياتو شوې ۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي كامرس ډويژن او د بهر هېواد اړوندو فارن مشنز ته سپارښتنه وكړه چې هغوي د جي اېس پي پلس سټېټس په ځاې ساتل باوري كولو پلو پام وګرځوي او د دې پرمختګ په ځاې ساتلو له ټول ممكنه ګامونه پورته كړي۔په غونډه كښې د تجارت وفاقي وزير پروېز ملك٬د خزانې صلاحكار مفتاح اسماعيل٬د تجارت وزارت٬خارجه چارو٬اقتصادي چارو٬د بشري حقونو او د مذهبي چارو ډويژن اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔