د ملګري ملتونو سلامتي كونسل پلاوي د افغانستان دوره

كابل 15 جنوری (اے پی پی)د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل يو خاص پلاوي د افغانستان دوره كړی ده ۔د سېكورټي كونسل پلاوي غړو د اولس مشر اشرف غني او چيف ايګزېكټيو عبدالله عبدالله سره ملاقاتونه كړي او په هېواد كښې د سلامتي د وضعې ئې جاج اخستې۔د المان خبري ا ژانس ادارې په كابل كښې د سپينې ماڼۍ لخوا جاري شوي بيان په اړه ووئيل په دې ملاقاتونو كښې په سيمه ايزه كچه د ترهه ګرۍ په مسئلو او د راتلونكو پارليماني ټاكنو چمتوالي په معاملو هم بحث شوے۔په دې موقع په كابل كښې د امنيت سخت انتظامات شوي او ځينې سركاري دفترونه او سفارتخانې هم بندې كړې شوې وې