د فلسطینیانو مرسته كونكې د ملګرو ملتونو اداره دې ختمه كړې شي

مقبوضه بیت المقدس 08 جنوری (اے پی پی) د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیتن یاهو وئيلي دي چې د فلسطینیانو مرسته كونكې د ملګرو ملتونو اداره دې ختمه كړې شي،دا د فلسطینی كډوالو شخړه نوره هم كړكيچنه كوي۔ نیتن یاهو له مخې د مرستې دا اداره د فلسطین كډوالو د ستنيدو لاره هم سموي او د دغې كډوالو مقصد اسرائیل تباہ کول دي۔ د اسرائیل وزیراعظم د ملګرو ملتونو د مرستې ایجنسۍ په ضد دا بیان د خپل هېواد پارلمان کنیسټ كښې وركړو۔ بلخوا د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ هم د مرستې ادارې یواېن آر ډبلیو اے فنډنګ كښې په كمي كولو غور کوي