د زمبابوے كركټ ډله به راروانه مياشت د افغانستان په ضد د ټي 20 او ون ډے سيريز لوبوي

هرارے 13 جنوري (اے پي پي) د زمبابوے كركټ ډله به راروانه مياشت د افغانستان په ضد يو اے اي كښې د ټي 20 او ون ډے سيريز لوبوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د سيريز شيډول له حتمي شكل وركړې شوې ٬ د ټي 20 سيريز وړومبنې ميچ به په 05 فروري او دويم به په 06 فروري كېږي۔ون ډے سيريز به 09 فروري څخه پيل كېږي دغسې دويم ون ډے به په 11 فروري ٬ دريم ون ډے به په13 فروري ٬ څلورم ون ډے به په 16 فروري او پنځم به په 19 فروري كېږي۔